د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس (واس) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د پراختیا صندوق د سوریې له مالیې وزارت سره د شپږو هوکړهلیکونو پر لاسلیکولو هوکړه کړې، چې له مخې به یې د څه باندې ۴۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ترجیحي پورونه (دولتي پورونه) ورکړل شي.
دغه مالي سرچینې به د انرژۍ، اوبو رسولو، روغتیا، کور جوړولو او ډیجیټلي بدلون په برخو کې د پروژو د پلي کولو لپاره ځانګړې شي.
دغه هوکړهلیکونه د سعودي عربستان د پراختیا صندوق رییس سلطان المرشد او د سوریې د مالیې وزیر محمد یسر برنیه لاسلیک کړي دي. د هوکړهلیکونو د لاسلیک پر مهال د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع هم حضور درلود.
#سعودي_عربستان #سوریه #بیارغونه #اقتصاد








