د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه، چې مشري یې سید کریم هاشمي کوي، په استانبول کې د استانبول د سوداګرۍ خونې له مشرتابه سره وکتل او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ او پانګونې فرصتونو د پراخولو په اړه یې بحث وکړ.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې د سوداګرو ترمنځ مستقیمې اړیکې پیاوړې کړي، سوداګریز پلاوي تبادله کړي او په نندارتونونو کې ګډون زیات کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استانبول د سوداګرۍ خونې ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د امام ابو حنیفه (رح) په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي؛ دواړو خواوو د دواړو ادارو ترمنځ د تفاهم یادداشت د جوړولو هرکلی هم وکړ.
#افغانستان #ترکیه #استانبول #سوداګري #پانګه اچونه #اقتصادي_همکاري #د_سوداګرۍ_اتحاد #د_سوداګرۍ_اتحاد #د_کامرسیه #سفیر_ټی وی








