افغانستان

په بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنه مړه او ټپیان شوي

د بلخ امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د مزارشریف ـ کابل پر لویه لار د یوه دوه‌زره او یوه موټر او کرولا موټر د ټکر له امله یو تن مړ شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ د ترافیکي پېښو د څېړنې ټیم د پېښې ځای ته رسېدلی او د پېښې سیمه یې له نږدې څېړلې او ارزولې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ترافیکي اصولو د نه مراعاتولو او د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button