افغانستانسیمه

افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د قزاقستان د اوړو تر ټولو لوی پېرودونکی شو

قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی، چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د قزاقستان د اوړو تر ټولو لوی پېرودونکی و.

د راپور له مخې، قزاقستان د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې افغانستان ته څه باندې ۸۷۴ زره ټنه اوړه صادر کړي، چې ارزښت یې ۲۴۶.۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

شمېرې ښيي، چې افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله د حجم له پلوه ۴۷.۵ سلنه او د ارزښت له پلوه ۷۰ سلنه زیات شوي دي.

قزاقستان په ټوله کې د همدې مودې په ترڅ کې بهرنیو بازارونو ته څه باندې ۱.۳۷ میلیونه ټنه د غنمو اوړه صادر کړي، چې ارزښت یې نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button