نړۍ
په جنوب ختیځ لندن کې لویه اورلګیدنه؛ له ۱۰۰ څخه زیات اور وژونکي واستول شول
بریتانوي رسنیو راپور ورکړ چې د لندن په جنوب ختیځ کې د بیا رغونې په یوه مرکز کې د لوی اور د کنټرول لپاره له ۱۰۰ څخه زیات اور وژونکي واستول شول.
د لندن د اور وژنې ادارې اعلان وکړ چې د دوشنبې په ماسپښین د پیښې سره د مقابلې لپاره د برمونډسي سیمې لینډمن وی سړک ته ۱۵ اور وژونکي واستول شول.
د اور وژنې چارواکو د سیمې له اوسیدونکو څخه غوښتي چې د لوګي د ډیر مقدار له امله د پیښې له ځای څخه ډډه وکړي او خپلې دروازې او کړکۍ وتړي.
تر اوسه پورې د اور له امله د احتمالي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
#لندن #انګلستان #اور #برمونډسي #پیښې
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32818








