د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د روسیې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ له منځه وړلو پر ځای په دې هیواد کې د خپل شتون پر دوام تمرکز وکړ.
لاوروف زیاته کړه چې روسیه چمتو ده چې په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف سره همکاري وکړي ترڅو ترهګري له منځه یوسي او افغانان عادي ژوند ته راستانه کړي؛ خو د هغه په وینا، امریکایي ځواکونه د ترهګرۍ سره د مبارزې پر ځای د کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شول.
#افغانستان #روسیه #سرګي_لاوروف #امریکا #ترهګري #سفیر_ټی وی








