نړۍ

بلومبرګ: مارکو روبیو د ټرمپ له ادارې څخه د استعفا کولو احتمال څېړي

بلومبرګ خپرونې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د وروستیو سیاسي بدلونونو په پایله کې د ډونالډ ټرمپ له ادارې څخه د استعفا کولو احتمال څېړي؛ خو نوموړي تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او د احتمالي استعفا لپاره یې هم کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د دغه ګوند خپلمنځي اختلافات زیات کړي دي. په همدې حال کې، د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس له ایران سره جګړه په دغو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند د ماتې له مهمو لاملونو څخه بللې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button