د بریتانیا د سمندري امنیت سازمان اعلان کړی چې د پاناما په بیرغ یوه نفتکش د هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د ایران د توغندي په برید کې په نښه شوې او د خپل سفر له دوام څخه پاتې شوې ده.
دغه نفتکش د VHF راډیو له ۱۶مې چینل څخه بېړنی پیغام لېږلی او ویلي یې دي چې د یوه توغندي یا مهماتو د لګېدو له امله زیانمنه شوې او د خپل مسیر د دوام توان نه لري.
خپاره شوي راپورونه وايي چې «ریان سټار» نفتکش نن سهار د هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال په نښه شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ، دغه نفتکش د ایران له لوري د «غیرمجاز تګ راتګ» له امله د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو له خوا په نښه شوې ده.








