سیمهنړۍ

امریکایي رسنۍ: د ایران او امریکا ترمنځ تړون د نهايي کېدو په درشل کې دی

د فاکس نیوز شبکې ادعا کړې چې ایران او امریکا “۹۵ سلنه” یوې هوکړې ته نږدې دي، خو ټاکل شوې نه ده چې دا تړون نن یا سبا لاسلیک شي.

د فاکس نیوز خبریالې کیلي مک ایناني په ایکس شبکه کې لیکلي چې ډونالډ ټرمپ یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره “۵ څخه تر ۷ ورځو” پورې وخت ټاکلی دی.

په ورته وخت کې، سي این این د یو امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې له ایران سره د هوکړې وروستۍ کېدل به احتمالاً څو نورې ورځې ونیسي.

امریکايي چارواکي د ایران له خوا د هوکړې د متن د تصویب اوږده پروسه او د سند د ځینو کلمو او جملو په اړه روانې خبرې اترې د ځنډ لامل یاد کړ.

د دې راپور پر بنسټ، متحده ایالات په دې باور دي چې ایران د هوکړې د اصلي احکامو عمومي اصولو سره موافقه کړې، خو د متن د جزیاتو په اړه مشورې لاهم روانې دي.

سي این این دا هم راپور ورکړی چې د تړون له نهایی کیدو وروسته، احتمال لري چې د ایران او امریکایی چارواکو ترمنځ د لاسلیک مراسم په شخصي توګه ترسره شي، او بیا به د تړون د راتلونکو مرحلو په اړه د خبرو اترو نوی پړاو پیل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button