د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بلاروس جمهوریت نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، الکساندر سرګېویچ اوګورودنیکوف، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته د خپل باورلیک یوه کاپي سپارلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، متقي نوي سفیر ته په خپلې دندې کې د بریا هیله کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د بلاروس سفیر هم د اسلامي امارت د اقتصادمحور سیاست په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه کړې، چې د خپلې دندې پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.
نوموړي همداراز د بهرنیو چارو وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او د اقتصادي همکاریو او سیمهییز اتصال پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.







