افغانستان
په پکتیا ولایت کې ۱۱۴ اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې وویشل شوې
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په پکتیا ولایت کې ۱۱۴ اړمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ویشل شوي دي.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا مرسته د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال او د پکتیا ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لارې وویشل شوه.
ویل شوي چې هغه کورنۍ چې مرستې ترلاسه کوي مخکې د ټاکل شوې کمیټې لخوا مستحق پیژندل شوي وو.
په دې مرسته کې نغدي، اوړه، وريجې، غوړي، مالګه او یو شمیر نور اړین خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.







