افغانستان
د ترانسپورټ او لوړو زدهکړو وزیرانو په کابل کې د ارغندي د مسافر وړونکو ترمینل د کار بهیر وڅاره
د ملکي هوايي چلند او ترانسپورټ وزیر ملا محمد فاضل مظلوم، د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم، د ملکي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیقالله عابد، د کابل پولیتخنیک پوهنتون رییس، استادانو او مسلکي انجنیرانو په کابل ولایت کې د ارغندي د مسافر وړونکو ترمینل د پروژې د کار بهیر له نږدې وکوت.
د دې لیدنې پر مهال یادو چارواکو او ورسره مل پلاوي د ترمینل له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د پروژې د کار پرمختګ یې له نږدې وارزاوه.
د دې لیدنې موخه د پروژې د کار د پرمختګ ارزونه، د ترسره شویو فعالیتونو څارنه او د دې پروژې د تخنیکي او مسلکي اړخونو په اړه د مسلکي کادرونو او متخصصانو د نظرونو ترلاسه کول بلل شوي دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








