د کندهار د شوراندام سمنټو فابریکې لومړی پړاو، چې هره ورځ د ۱۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لري، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت د شوراندام سمنټو فابریکې لومړی پړاو د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د لړم په ۷مه، د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند په حضور کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ملا عبدالغني برادر د دغې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د کورنیو سرچینو د اغېزمنې کارونې او د صنعتي سیاست په برخه کې د بنسټیزو ګامونو په پورته کولو سره دوامداره اقتصادي پراختیا شونې ده. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت د اقتصادي ستراتیژۍ موخه دا ده، چې افغانستان له مصرفوونکي هېواد څخه پر تولیدوونکي هېواد بدل شي، کورنۍ اړتیاوې د ملي تولیداتو له لارې پوره او صادرات زیات شي.
هغه زیاته کړه، چې د اقتصادي منطق پر بنسټ د تولیدي نظام رامنځته کول او د سترو ملي پروژو لپاره د زمینې برابرول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د سمنټو په تولید کې د افغانستان وړتیا ته په اشارې، د شوراندام فابریکې له مسوولینو وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د منل شویو معیارونو او غوره کیفیت له مخې پر مخ یوسي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغې فابریکې لومړی پړاو هره ورځ د ۱۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لري او زرګونو کسانو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده. ټاکل شوې، چې د دغې فابریکې د دویم پړاو د جوړولو چارې هم په راتلونکي کې پیل شي.







