نړۍ
زېلېنسکي ټرمپ پر روسیې ته په نږدې کېدو تورن کړ
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي یو ځل بیا د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه د څرګندونو له امله نیوکه کړې، چې له ولادیمیر پوتین سره د نږدې اړیکو او له مسکو سره د واشنګټن د دریځ په اړه یې کړې دي.
دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې ټرمپ په دې وروستیو کې د زېلېنسکي پر کړنو نیوکه کړې او له هغه یې غوښتي چې د روسیې پر انرژۍ تاسیساتو د اوکراین بریدونه ودروي.
د سياېناېن ټلوېزیوني شبکې د راپور له مخې، د امریکا حکومت خبرداری ورکړی، که اوکراین خپلو دغو بریدونو ته دوام ورکړي، ښايي دغه هېواد ته د استخباراتي معلوماتو لېږد او د امریکايي وسلو استول ودروي.








