هکرانو د امریکا د هوايي ځواک ابري سیستم ته نفوذ کړی؛ حساس پوځي معلومات له خطر سره مخ شوي
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې هکرانو د امریکا د هوايي ځواک «Cloud One» په نوم د ابري محاسبوي سیستم ته نفوذ کړی دی؛ دا پېښه د یاد ځواک حساس تاکتیکي، پرسونلي او لوژستیکي معلومات له خطر سره مخ کولی شي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه سایبري نفوذ د سیستم د لوړولو د بهیر پر مهال، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې پېژندل شوی او د سیستم په فعالیتونو کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده. د باخبره سرچینو په وینا، بریدګرو ښايي د یوې سافټویري نیمګړتیا له لارې د سیستم کنټرولي برخې ته لاسرسی موندلی وي.
د «Cloud One» سیستم له ۲۰۱۷ کال راهیسې د پرسونل د معلوماتو، معاشونو د ورکړې، لوژستیک، د تجهیزاتو د ترمیم او د پوځي قوماندې او کنټرول د ځینو فعالیتونو د مدیریت لپاره کارول کېږي. دغه سیستم د امریکا د هوايي ځواک په څه باندې ۲۰۰ ځایونو کې د هوايي دفاع د رادارونو او د مهماتو او توغندیو د زېرمو اړوند معلومات هم اداره کوي.
رویټرز زیاته کړې چې د امریکا د پوځ سایبري قوماندانۍ د دغه نفوذ د څرنګوالي او کچې د څېړلو لپاره لاس په کار شوې ده؛ خو تر اوسه د هکرانو هویت، د هغوی د لاسرسي کچه او د معلوماتو د غلا کېدو احتمال نه دی معلوم شوی.
د امریکا هوايي ځواک په غبرګون کې ویلي چې د ځانګړو شبکو او سیستمونو د امنیتي وضعیت او زیانمننو په اړه څرګندونې نه کوي، خو د خپلو معلوماتو او عملیاتي وړتیاوو د ساتنې لپاره یې اړین اقدامات ترسره کړي دي.








