افغانستان

د عدلیې وزارت: په ټول هېواد کې تر څلور میلیونه جریبه زیاته دولتي ځمکه بېرته ترلاسه شوې ده

د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د خپلو فعالیتونو له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر څلور میلیونه جریبه زیاته دولتي ځمکه تثبیت او بېرته ترلاسه کړې ده.

 د نوموړي په وینا، بېرته ترلاسه شوې ځمکې سپینې ځمکې، کرنیزې ځمکې او د ښارګوټو ساحې رانغاړي، چې ډېره برخه یې په کابل، بلخ، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان او کندز ولایتونو کې موقعیت لري.

 رسولي زیاته کړې، چې د دغو ځمکو بېرته ترلاسه کول د اسنادو او مدارکو له ارزونې او د اړوند کمېسیون یا ځانګړې محکمې د پرېکړې له صادرېدو وروسته ترسره شوي او د میلیونونو جریبه نورو ځمکو اسناد هم تر څېړنې لاندې دي.

 د عدلیې وزارت او افغان رسنیو د پخوانیو راپورونو له مخې، یاد کمېسیون په تېرو میاشتو کې هم د نږدې څلور میلیونه جریبه ځمکې د تثبیت او بېرته ترلاسه کولو خبر ورکړی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button