افغانستان
په کونړ کې د یوه ښوونځي ترڅنګ چاودنه؛ ۷ زدهکوونکي وژل شوي او ۹۹ نور ټپیان دي
د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، اعلان کړی چې نن سهار د کونړ ولایت مرکز د «اندرسیر» په سیمه کې د یوه ښوونځي ترڅنګ چاودنه شوې، چې له امله یې ۷ زدهکوونکي وژل شوي او ۹۹ نور ټپیان شوي دي.
د قانع په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه چاودنه د ښوونځي ترڅنګ د کانونو د استخراج اړوندو شرکتونو د چاودېدونکو توکو په یوه زېرمتون کې د غفلت او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د پېښې د نورو اړخونو د روښانه کېدو لپاره څېړنې روانې دي او د پلټنو له بشپړېدو وروسته به نور جزئیات اعلان شي.








