افغانستان

د کندز دشت‌ارچي ولسوالۍ څه باندې ۳۰۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د کندز ولایت د دشت‌ارچي ولسوالۍ د وزیرخان په سیمه کې څه باندې ۳۰۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.

 دغه ځمکه له دوو جلا برخو څخه جوړه ده، چې دوسیې یې تر دې مخکې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون له لوري ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وې.

 د عدلیې وزارت په وینا، محکمې د اسنادو، د ملکیتونو د ثبت دفترونو او د اړوندو ادارو د معلوماتو له څېړلو وروسته د یادې ځمکې امارتي‌والی تأیید کړی دی.

 د محکمې د حکم له مخې، د یادې ځمکې متصرفین مکلف دي، چې دغه ځمکه د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button