افغانستان

نیویارک ټایمز: سي‌ای‌ای په افغانستان کې د ګلبدین حکمتیار یو خپلوان په مصنوعي ډوبولو شکنجه کړی دی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌ای) د پخواني جهادي مشر ګلبدین حکمتیار یو خپلوان په افغانستان کې په یوه پټ زندان کې د «مصنوعي ډوبولو» په طریقه شکنجه کړی دی.

 د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د سي‌ای‌ای یوه پخواني قراردادي ژباړن په ۲۰۱۲ کال کې د اېف‌بي‌ای مامورینو ته ویلي وو چې د «بهیر» په نوم د یوه کس د شکنجې شاهد و، چې د «سالټ پېټ» یا «کوبالټ توقیف‌ځای» په نوم په یوه پټ زندان کې ساتل کېده. د هغه په وینا، دغه بندي یې پر یوې تختې تړلی و او تخته یې په اوبو کې ښکته کړې وه؛ په دې عملیاتو کې له درېیو تر څلورو کسانو پورې برخه لرله.

 سي‌ای‌ای تر دې وړاندې د ابوزبیده، خالد شیخ محمد او عبدالرحیم النشیري په ګډون د درېیو نیول شویو کسانو شکنجه د مصنوعي ډوبولو په طریقه منلې وه. دغه کسان په تایلنډ او پولنډ کې په همدې طریقه شکنجه شوي وو او اوس د ګوانتانامو په زندان کې ساتل کېږي.

 خو په خپرو شویو اسنادو کې د دغه بندي کره هویت نه دی تایید شوی او اټکل شوی چې ښايي له «بهیر» څخه موخه غیرت بهیر وي، چې د ګلبدین حکمتیار له خپلوانو څخه دی.

 ژباړن ویلي چې د تېرېدو پر مهال یې دغه صحنه لیدلې وه او په شکنجه کې یې هېڅ ونډه نه درلوده. دا معلومات له هغو تازه خپرو شویو اسنادو څخه ترلاسه شوي چې نیویارک ټایمز د معلوماتو د ازادۍ قانون پر بنسټ د یوه شکایت له لارې ترلاسه کړي دي.

د امریکا د سنا د مجلس د استخباراتو کمېټې د ۲۰۱۴ کال په راپور کې هم په افغانستان کې د سي‌ای‌ای په یوه پټ زندان کې د مصنوعي ډوبولو د طریقې د کارولو احتمال ته اشاره شوې وه.

 د دغه راپور له مخې، د لیبیا یوه وګړي د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي وو چې په افغانستان کې په همدې طریقه شکنجه شوی دی. همدارنګه، څېړونکو په دغه زندان کې د مصنوعي ډوبولو د ځانګړې تختې یو انځور موندلی و، چې شاوخوا یې د مایعاتو سطلونه هم لیدل کېدل. سي‌ای‌ای په ۲۰۱۳ کال کې ونه توانېده چې د دغه انځور په اړه وضاحت وړاندې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button