نړۍ

په میانمار کې د بالونونو په جشنواره کې د اورلوبو د توکو د چاودنې له امله ۱۶ تنه ټپیان شوي؛ نږدې ۱۲۰ تنو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي

https://t.me/SafirTelevision1/38911

د میانمار په تائونګي ښار کې د اورلوبو د بالونونو په دودیزه جشنواره کې د یوې پېښې له امله، له یوه بالون سره نښلول شوي د اورلوبو توکي، مخکې له دې چې مناسب لوړوالي ته ورسېږي، وچاودېدل او د چاودنې لمبې او سوځېدلې پاتې شوني پر نندارچیانو راولوېدل.

 د خپرو شویو راپورونو له مخې، د نومبر په ۲۳مه د شپې د مراسمو پر مهال، د اورلوبو د توکو له امله ۱۶ تنه ټپیان شوي دي؛ په ټولیز ډول نږدې ۱۲۰ تنو د بېلابېلو لاملونو، لکه د تنفسي ستونزو، د ګڼې ګوڼې له امله بې‌هوښۍ او ټپونو له کبله روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.

 راپورونه ښيي، چې له دغو کسانو څخه ۹۵ تنو د تنفسي ستونزو یا بې‌هوښۍ، شپږو تنو د شخړې او ۱۶ تنو د اورلوبو د توکو له امله زیان لیدلی دی؛ له همدې امله، د نږدې ۱۲۰ تنو شمېر یوازې د بالون د چاودنې لهامله نه دی

د دې خبر ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/38911

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button