د واک د ساتلو لپاره د نتانیاهو سپک وړاندیز؛ د ملي یووالي حکومت تر نوم لاندې د آیزنکوټ د لومړي وزارت وړاندیز
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه وړاندیز کې، چې نوموړی یې د ملي یووالي حکومت د جوړولو او امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې هڅه بولي، اعلان کړی، چې چمتو دی د دورې په پیل کې د لومړي وزارت څوکۍ ګادي آیزنکوټ ته وسپاري او خپله د بدیل لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړي.
نتانیاهو په دې پیغام کې پر عربي ګوندونو د ادعاوو په مطرح کولو او د هغه څه په اړه چې نوموړي د «صهیونیستي رژیم د موجودیت پر وړاندې ګواښ» بللی، په خبرداري ورکولو سره هڅه کړې، چې خپل وړاندیز د یوې امنیتي او ملي اړتیا په توګه مطرح کړي.
خو د لومړي وزارت د څوکۍ د لنډمهاله سپارلو وړاندیز، په داسې حال کې چې نتانیاهو لا هم د واک د جوړښت په سر کې د خپل حضور غوښتونکی دی، دا پوښتنه راپورته کوي، چې ایا د دې نوښت اصلي موخه د سیاسي کړکېچ حل او د ملي یووالي رامنځته کول دي، او که په واک کې د خپل نفوذ او سیاسي دریځ ساتل دي.
نوموړي همدارنګه د خبرو اترو د ژر پیل غوښتنه کړې او له آیزنکوټ څخه یې غوښتي، چې د هغه امتیاز په بدل کې چې نتانیاهو وړاندیز کړی، د جوړجاړي او هوکړې لپاره ورته چمتووالی وښيي.








