سیمهنړۍ

په منځني ختیځ کې د امریکا د درېیو الوتکه‌لېږدوونکو بېړیو د هم‌مهاله حضور احتمال

د خپرو شویو راپورونو له مخې، اټکل کېږي چې په راتلونکو ۳۶ ساعتونو کې به په منځني ختیځ کې د امریکا د الوتکه‌لېږدوونکو بېړیو شمېر درېیو ته ورسېږي؛ که دا کار ترسره شي، نو د ۲۰۰۳ کال د عراق له جګړې راهیسې به دا لومړی ځل وي چې د امریکا درې الوتکه‌لېږدوونکې بېړۍ په سیمه کې هم‌مهاله حضور ولري.

 اوس مهال د «جورج واشنګټن» او «جورج اېچ. ډبلیو. بوش» په نوم الوتکه‌لېږدوونکې بېړۍ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په عملیاتي ساحه کې فعالیت کوي او اټکل کېږي چې د «تئودور روزوېلټ» په نوم بېړۍ به هم په راتلونکو ۳۶ ساعتونو کې له هغوی سره یوځای شي.

 په سیمه کې د درېیو الوتکه‌لېږدوونکو بېړیو هم‌مهاله حضور کولای شي د امریکا د هوايي او سمندري ځواک یوه د پام وړ برخه په سیمه کې متمرکزه کړي؛ دا اقدام د واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په سیوري کې ځانګری اهمیت لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button