نړۍ

په اندونیزیا کې د ځنګلونو اورلګېدنې اسمان سور او نارنجي رنګ ته اړولی

د اندونیزیا د مرکزي کلیمانتان ولایت د پالانکا رایا ښار اسمان د ځنګلونو او د پیټ لرونکو ځمکو د پراخو اورلګېدنو له امله سور، نارنجي او ژېړ رنګ ته اوښتی دی.

د اندونیزیا د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې د اګست میاشتې له نیمایي راهیسې تر اوسه په زیانمنو ولایتونو کې د تنفسي ناروغیو له ۲۸۰ زرو څخه تر ۳۳۳ زرو زیاتو پېښو ثبت شوې دي.

د هوا ککړتیا پراخېدو او د تنفسي ناروغیو پېښو زیاتېدو د سیمې د اوسېدونکو او زده‌کوونکو اندېښنې راپارولې دي او هغوی د ملي ناورین د وضعیت د اعلان غوښتنه کړې ده.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37588?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button