افغانستان
په هرات ښار کې د یوې لویې جنايي ډلې ۱۴ غړي نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې ځواکونو د هدفي امنیتي او کشفي عملیاتو په ترڅ کې د یوې لویې جنايي ډلې ۱۴ غړي نیولي دي.
د دغه وزارت په وینا، نیول شوي کسان د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې په جنايي فعالیتونو، لکه وسلهوالو غلاوو، چور او تالان، د عامه نظم او امنیت ګډوډولو او د غلا شویو توکو پېر او پلور کې لاس درلود.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر قاري نجیبالله علي ویلي، امنیتي ځواکونه به له هغو کسانو او ډلو سره جدي چلند وکړي چې د ښاریانو امنیت، عامه نظم او د خلکو ارامي ګډوډوي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې په جنايي فعالیتونو کې د ښکېلو نورو کسانو د پېژندلو او نیولو هڅې هم روانې دي.








