یوناما نیوز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ربابه فاطمې ننګرهار ولایت ته په خپل لومړني سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو، ښځو، قومي مشرانو، سوداګرو، بېرته راستنېدونکو او د ملګرو ملتونو د ادارو له استازو سره لیدلي او د دغه ولایت د خلکو له اړتیاوو او بېړنیو ستونزو څخه یې له نږدې ځان خبر کړی دی.
نوموړې په دغو لیدنو کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر ژمنتیا او د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
#افغانستان #ننګرهار #یوناما #ملګري_ملتونه #ربابه_فاطمه







