افغانستان
په خوست کې یو مسلکي سوالګر له ۶۱ زره افغانیو څخه د زیاتو پیسو سره نیول شوی
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یو کس د سوال کولو پر مهال نیولی، چې د دغه وزارت په وینا، په مسلکي توګه یې سوال کاوه.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغه کس څخه ۶۱ زره او ۷۲۰ افغانۍ، ۱۴ زره او ۴۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۲۰ سعودي ریاله او ۸۴ افغانۍ فلزي پیسې ترلاسه شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې یاد کس تر دې وړاندې هم د مسلکي سوالګرۍ په تور نیول شوی و او دا درېیم ځل دی، چې د سوال کولو پر مهال نیول کېږي.







