د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هانګکانګ د شپږیزو نړیوالو سیالیو په پایلوبه کې استرالیا ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
افغان لوبډلې د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې په ترسره شوې پایلوبه کې د څلورو وېکټو په توپیر د استرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
افغانستان پایلوبې ته تر رسېدو مخکې د سویلي افریقا، عمان او سکاټلنډ لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.
دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د هانګکانګ په کوربهتوب ترسره شوې








