افغانستان
د مالیې وزارت: په درېیو ګمرکونو کې پنځه سکینرونه نصب شول
د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۳۹.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه سکینرونه د مسافرو د ملګرو توکو د کتنې او ارزونې لپاره د هېواد په درېیو ګمرکونو کې نصب او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دوه دستګاوې د هرات په اسلامکلا ګمرک، دوه دستګاوې د ننګرهار په تورخم ګمرک او یوه دستګاه د خوست په هوايي ډګر ګمرک کې نصب شوې ده.
د مالیې وزارت وايي، د دغو دستګاوو په نصبولو سره به د مسافرو د ملګرو توکو د کتنې او ارزونې بهیر په لا ډېر سرعت، دقت او روڼتیا ترسره شي او د تلاشي بهیر به هم لا اغېزمن شي.
د دغو دستګاوو د پېرلو لګښت د مالیې وزارت له پراختیايي بودجې څخه ورکړل شوی او د نصب چارې یې د یوې کورنۍ شرکت له لوري بشپړې شوې دي.







