افغانستان
د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې له ۹۰۰۰ څخه زیاتو راستنیدونکو کورنیو ته د ځمکې اسناد ویشل شوي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت اعلان کړی چې په تیره اونۍ کې د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې ۹۳۵۲ راستنیدونکو کورنیو ته د ځمکې اسناد ویشل شوي دي.
د هغه په وینا، په ننګرهار ولایت کې ۳۲۷۰ کورنیو ته، په لغمان کې ۱۲۶۰ کورنیو ته، په زابل کې ۹۶۰ کورنیو ته، په فراه کې ۵۲۷ کورنیو ته، په بامیان کې ۶۶ کورنیو ته، په سرپل کې ۴۹۵ کورنیو ته، په سمنګان کې ۵۵۰ کورنیو ته، په بلخ کې ۹۳۴ کورنیو ته، په جوزجان کې ۶۰۰ کورنیو ته، په کندز کې ۳۰۰ کورنیو ته او په غزني کې ۴۰۰ کورنیو ته د ځمکې اسناد ویشل شوي دي.
فطرت زیاته کړه چې تر اوسه پورې په ټولیزه توګه ۱۸۹۰۴ راستنیدونکو کورنیو ته ویشل شوي دي، او دا پروسه په چټکۍ سره روانه ده.








