افغانستان
د جعل او درغلۍ د مخنیوي په موخه د احصایې او معلوماتو ادارې او افغانستان بانک ترمنځ د هوکړهلیک لاسلیک
د احصایې او معلوماتو لویې ادارې او د افغانستان بانک د ریاستالوزراء عالي مقام د ۲۰۲۷ شمېرې حکم پر بنسټ، د جعل او درغلۍ د مخنیوي او د بانکي پېرودونکو د هویت د تثبیت په موخه، د برېښنايي تذکرو د معلوماتو د شریکولو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړهلیک له مخې، د افغانستان بانک به د برېښنايي تذکرو «انټرکان» سیستم له لارې اړینو معلوماتو ته لاسرسی ولري، څو د پېرودونکو هویت تثبیت او بانکي خدمتونه په اغېزمنه توګه وړاندې کړي.
دواړه لوري به د ګډو کاري اړیکو د رامنځته کولو، د انټرکان سیستم د کارولو او د معلوماتو د شریکولو په بهیر کې د لا ډېرې همغږۍ په موخه همکاري کوي.
د احصایې او معلوماتو لویه اداره د افغان وګړو د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوال د ثبت مرجع ده، چې د کاغذي او برېښنايي تذکرو د وېش له لارې هره ورځ زرګونو کسانو ته خدمتونه وړاندې کوي.








