سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې؛ امنیتي ځواکونه شکمن په نښه کوي
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې وشوې او شاوخوا ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې ډزې وشوې.
له دې پیښې وروسته، د امریکا امنیتي ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا ته چمتو شول او د نږدې ودانیو په بامونو کې نښه ویشتونکي ځای پر ځای شول.
سي این این د سپینې ماڼۍ د استخباراتي چارواکي په حواله راپور ورکړ چې د ډزو په اړه تحقیقات روان دي او د بریدګر یا بریدګرو هویت او د عمل انګېزه لا تر اوسه نامعلومه ده.
فاکس نیوز راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو وکولی شول چې ډزې کوونکی ووژني او وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.
رویټرز هم د یو امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړ چې شکمن سپینې ماڼۍ ته نږدې په یوه امنیتي محاصره کې پر پولیسو ډزې وکړې.
د چارواکي په وینا، امنیتي افسرانو هم بریدګر وویشت او هغه له ټپي کیدو وروسته روغتون ته یوړل شو.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32351







