نړۍ

هنټر بایډن د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نوماندۍ احتمال رد نه کړ

هنټر بایډن، د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن زوی، د ولسمشرۍ ټاکنو سیالیو ته د ننوتلو احتمال رد نه کړ او ویې ویل، که لازم ملاتړ ترلاسه کړي، ښايي د دې څوکۍ لپاره نوماند شي.

هغه د نشه‌يي توکو په برخه کې خپلې شخصي تجربې ته په اشارې سره وویل، د هغه له مهمو اندېښنو څخه یوه دا ده چې شاوخوا ۵۰ میلیونه امریکایان د روږدي کېدو له ستونزې سره مخ دي.

هنټر بایډن ټینګار وکړ چې د امریکا ولسمشر باید د قانون حاکمیت په رسمیت وپېژني، خو ویې ویل چې لا یې د نوماندۍ په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او د ډیموکرات ګوند هم د دې سیالۍ لپاره نور وړ او وړتیا لرونکي نوماندان لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button