پسکوف: روسیه په اوکراین کې د تلپاتې سولې غوښتونکې ده
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وایي، روسیه په اوکراین کې د لنډمهاله اوربند پر ځای د تلپاتې سولې غوښتونکې ده؛ نوموړي د جګړې د دوام او د اوربند لپاره د چمتووالي په اړه د کییف څرګندونې له یو بل سره متناقضې بللې دي.
پسکوف ادعا کړې چې د اوکراین وضعیت په اقتصادي او پوځي برخو کې د خرابېدو په حال کې دی او کییف باید د تلپاتې سولې پر لور د حرکت لپاره مشخصې پرېکړې وکړي.
نوموړي همداراز له روسیې څخه د لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د اوکراین د اقداماتو له امله د تور سمندرګي له لارې د غلو لېږد ستونزمن شوی دی.
د کرملین ویاند د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال وزیر لپاره د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون په موخه د ویزې نه صادرول «غیردوستانه» اقدام بللی او ویلي یې دي چې دا موضوع به د روسیې او امریکا ترمنځ په اړیکو کې مطرح شي.
#روسیه #اوکراین #دیمیتري_پسکوف #کرملین #د_اوکراین_جګړه #بندیزونه








