د مغولستان ولسمشر د مالي فساد د تورونو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه
د مغولستان ولسمشر اوخناګین خورلسوخ د سېشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۷مه) اعلان وکړ، چې د مخالف ګوند له لوري د مالي فساد د تورونو له مطرح کېدو وروسته به د ولسمشرۍ له مقامه استعفا وکړي.
اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مغولستان ډیموکرات ګوند ولسمشر او د واکمن ګوند یو شمېر چارواکي له چین سره د سکرو د لېږد د اوسپنې پټلۍ له یوې دولتي پروژې سره په تړلي فساد کې په لاس لرلو تورن کړي او د هغوی د استعفا او د دې قضیې د قضايي څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
خورلسوخ په یوه ټلوېزیوني وینا کې پر ځان لګېدلي تورونه بېاساسه بللي او رد کړي دي؛ خو ویلي یې دي، چې د حقیقت د روښانه کېدو او له څېړنیزو بنسټونو سره د همکارۍ په موخه چمتو دی، چې د ولسمشرۍ له واکونو لاس واخلي.
د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د هغه استعفا به د مغولستان د پارلمان، چې د «لوی دولتي خُرال» په نوم یادېږي، له تأیید وروسته عملي شي. دغه خبري اژانس همداراز راپور ورکړی، چې د مغولستان واکمن ولسي ګوند په وروستیو میاشتو کې له کورنیو اختلافاتو سره مخ شوی او دې هېواد په تېرو نهو میاشتو کې درې لومړي وزیران تجربه کړي دي.
خورلسوخ چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د مغولستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي، تر دې وړاندې هم په ۲۰۲۱ کال کې د لومړي وزیر د دندې پر مهال، د کرونا وبا د مدیریت په تړاو د اعتراضونو له امله له خپلې دندې استعفا کری و.








