نړۍ
د کینیا په پلازمېنه کې د جوړېدو په حال کې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ نړېدل
د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د جمعې په ورځ د «ایسټلي» په سیمه کې د جوړېدو په حال کې یوه ۱۸ پوړیزه ودانۍ ناڅاپه نړېدلې ده او تر خاورو او ډبرو لاندې د خلکو د بند پاتې کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د نایروبي د والي، جانسن ساکاجا دفتر ویلي، ښايي یو شمېر کسان تر خاورو او ډبرو لاندې بند پاتې وي. د راپورونو له مخې، د ودانۍ د نړېدو پر مهال د هغې له ځمکني پوړ څخه ګټه اخیستل کېده.
د ژغورنې ډلې د درنو ماشینونو په مرسته د ودانۍ د نړېدلو پاتې شونو په پاکولو او د احتمالي بند پاتې کسانو په لټون بوختې دي. د ودانۍ د نړېدو کره لامل لا نه دی معلوم شوی او چارواکو تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو رسمي شمېرې نه دي اعلان کړې.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








