امریکايي چارواکو والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې په ټیټه کچه د باور پر بنسټ اټکل کوي، چې ایران په خپله زېرمه کې له ۱،۵۰۰ څخه تر ۲،۵۰۰ پورې بالستیک توغندي لري؛ په داسې حال کې چې اسرائیلي چارواکي هم د ایران د توغندیو شمېر له ۱،۵۰۰ څخه زیات بولي.
د دغه راپور له مخې، ۱،۵۰۰ توغندي د ایران د توغندیزو وړتیاوو په اړه د امریکايي استخباراتي ادارو لږ تر لږه اټکل دی.
امریکايي چارواکو زیاته کړې، چې ایران د پخوا زېرمه شویو پرزو په کارولو سره لا هم د نویو بالستیک توغندیو تولید ته دوام ورکوي.
دغه ارزونه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت تر دې مخکې ادعا کړې وه، چې د ایران پوځي صنعتي بنسټ په بشپړه توګه له منځہ وړل شوی دی.








