په کالیفورنیا کې د «ماراتون فیوژن» په نوم یوه نوښتګره شرکت ادعا کړې چې د هستوي یوځای کېدو (فیوژن) ټکنالوژۍ او سیماب په کارولو سره یې د سرو زرو په تولید بریالی شوی دی؛ دغه پرمختګ یو ځل بیا د عناصرو د سرو زرو په بدلولو امکان مطرح کړی دی.
خو تخنیکي ننګونې، د تاسیساتو لوړ لګښتونه، د راډیو اکټیف موادو د ساتنې اړتیا او په خورا لږه اندازه د سرو زرو تولید هغه جدي خنډونه دي چې د دې ټکنالوژۍ د سوداګریز کېدو مخه نیسي.
څېړنې ښيي چې ان که دا ټکنالوژي نوره هم پرمختګ وکړي، په محدوده کچه د سرو زرو تولید نه شي کولای په اسانۍ سره د نړۍ په بازارونو کې د دې فلز عرضه بدله کړي یا یې ارزښت راکم کړي.








