د سټارشېپ راکټ د پنځلسمې آزمایښتي الوتنې پر مهال د بوستر چاودنه
د سټارشېپ راکټ پنځلسمه آزمایښتي الوتنه تېره شپه د امریکا د ټکساس ایالت د سټاربېس فضايي اډې څخه ترسره شوه؛ خو د دغه راکټ د دواړو برخو د بېرته راګرځولو هڅه له ناکامۍ سره مخ شوه.
د سوپر هېوي بوستر، چې ۷۲ متره اوږدوالی لري او ټاکل شوې وه له توغولو شپږ دقیقې وروسته د توغولو برج د میخانیکي مټو په وسیله ونیول شي، له ټاکل شوې لارې منحرف شو او د مکسیکو خلیج پر فراز وچاودېد.
له دې پېښې سره سره، د راکټ پورتنۍ برخه، یعنې د سټارشېپ فضايي بېړۍ، بریالۍ شوه چې د ځمکې مدار ته ننوځي او د سټارلېنک د ۲۶ نویو سپوږمکیو د خوشې کولو بهیر پیل کړي.
ټاکل شوې ده چې دغه فضايي بېړۍ د ځمکې پر شاوخوا د ۱۵ ځله چورلېدو او د ۲۲ ساعته ماموریت له بشپړولو وروسته نن بېرته ځمکې ته راستانه شي او یو ځل بیا هڅه وکړي چې د توغولو برج د میخانیکي مټو په وسیله ونیول شي.
ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/38286








