نړۍ

د کینیا په پلازمېنه کې د جوړېدو په حال کې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ نړېدل

د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د جمعې په ورځ د «ایسټلي» په سیمه کې د جوړېدو په حال کې یوه ۱۸ پوړیزه ودانۍ ناڅاپه نړېدلې ده او تر خاورو او ډبرو لاندې د خلکو د بند پاتې کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د نایروبي د والي، جانسن ساکاجا دفتر ویلي، ښايي یو شمېر کسان تر خاورو او ډبرو لاندې بند پاتې وي. د راپورونو له مخې، د ودانۍ د نړېدو پر مهال د هغې له ځمکني پوړ څخه ګټه اخیستل کېده.

د ژغورنې ډلې د درنو ماشینونو په مرسته د ودانۍ د نړېدلو پاتې شونو په پاکولو او د احتمالي بند پاتې کسانو په لټون بوختې دي. د ودانۍ د نړېدو کره لامل لا نه دی معلوم شوی او چارواکو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو رسمي شمېرې نه دي اعلان کړې.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37496?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button