سیمهنړۍ

د بندرعباس له بندر څخه د ۱۰ څخه د زیاتو توغندیو توغول؛ د ایران سپاه په بحرین کې د امریکا د رادار د په نښه کولو خبر ورکړ

د ایران د هرمزګان ولایت له بندرعباس څخه د بېړیو ضد ۱۰ څخه زیات کروز توغندي او نور توغندي توغول شوي دي. دغه توغونې په داسې حال کې ترسره شوې دي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو د «ارلي برک» ټولګي یو ویجاړوونکی جنګي بېړۍ د «سنتینل-۲» سپوږمکۍ په انځورونو کې د ایران له سواحلو څخه څه باندې ۳۰۰ کیلومتره واټن کې لیدل شوې ده.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي پرون اعلان وکړ، چې د ایران د توغندیو د واټن په محدوده کې د امریکايي بېړیو د ننوتلو په صورت کې یې د هغو د په نښه کولو امر صادر کړی دی.

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د دې ادارې هوافضايي ځواکونو د سیریک په سیمه کې د مخابراتي یوې اډې پر هوايي برید په غبرګون کې په بحرین کې د امریکا د وختي خبرتیا رادار په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.

د ایران سپاه پاسداران همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د بریدونو د بیا تکرار په صورت کې به د دې ادارې هوافضايي ځواکونه د ځوابي بریدونو لپاره په بشپړ چمتووالي کې وي. دغه ادارې د هرمز تنګي له لارې د تېلو په ناقانونه لېږد کې ښکېلو شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی دی.

ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/38248?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button