نړۍ

د امریکا په هوايي چلند شبکه کې پراخ ګډوډي؛ زرګونه الوتنې لغوه او یا له ځنډ سره مخ شوې

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) د هوايي ترافیک د کنټرول مرکزونو د اړیکو او راډیويي فریکونسیو په سیسټمونو کې د ستونزې له رامنځته کېدو وروسته، په ټول هېواد کې د الوتنو د درولو امر صادر کړ. دې ستونزې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د هوايي ترافیک د کنټرول مرکزونه اغېزمن کړي او د زرګونو الوتنو د لغوه کېدو او ځنډ لامل شوې ده.

راپورونه ښيي چې له درې زره او ۳۰۰ څخه ډېرې الوتنې لغوه شوې او شاوخوا ۱۰ زره نورې له ځنډ سره مخ شوې دي.

همدارنګه، د هوايي چلند د خوندیتوب اروپايي ادارې د امریکا د هوايي چلند د چارواکو په غوښتنه، دغه هېواد ته د اروپايي الوتنو د ځنډولو خبر ورکړی دی. په واشنګټن کې د رونالډ ریګن ملي هوايي ډګر هم د الوتکو د ګڼې ګوڼې له امله د الوتکو د منلو خپل بشپړ ظرفیت ته رسېدلی دی.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي د دې پرېکړې لامل د اړیکو په سیسټم کې رامنځته شوې ستونزه بللې، چې د هوايي ترافیک د کنټرول مرکزونه یې اغېزمن کړي دي.

دونالد ټرمپ هم د سایبري برید احتمال لرې بللی او د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (FBI) او د کورني امنیت وزارت چارواکو ویلي، چې تر اوسه په دې پېښه کې د قصدي برید یا جرمي فعالیت هېڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي؛ د تخنیکي څېړنو لړۍ روانه ده، څو د دې ګډوډۍ اصلي لامل روښانه شي.

ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/38276

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button