د کویټ په خاوره کې د امریکا پر پوځي اډې د ایراني کشفي بېپیلوټه الوتکو د الوتنې ځانګړې ویډیو خپره شوه
د امریکا سيبياېس خبري شبکې په یوه څېړنیز راپور کې هغه ویډیوګانې خپرې کړې چې د دې شبکې په وینا، له برید مخکې د کویټ په شعیبه بندر کې د امریکا پر پوځي اډې د پنځو ایراني کشفي بېپیلوټه الوتکو الوتنه ښيي.
یو شمېر امریکایي پوځیانو له سيبياېس شبکې سره د «۶۰ دقیقې» په خپرونه کې ویلي، چې له اصلي برید مخکې یې پنځه ایراني بېپیلوټه الوتکې د دغې اډې پر سر د کشفي ماموریت پر مهال لیدلې وې.
د سيبياېس د راپور له مخې، دغه پوځي اډه د ایران له پولې څخه شاوخوا ۶۵ میله واټن لري او د بلې ورځې په سهار یوه ایراني برید کوونکې بېپیلوټه الوتکه د دغې اډې د قوماندې پر مرکز لګېدلې ده.
دغې شبکې د کویټ په خاوره کې د امریکایي ځواکونو پر قوماندې مرکز د بېپیلوټه الوتکې د برید د شېبې تازه انځورونه هم خپاره کړي دي.
ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/38380








