افغانستاننړۍ

د ملګرو ملتونو استازي له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار وکړ

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې د څه باندې ۶.۵ میلیونه افغانانو بېرته راستنېدو پر دغه هېواد ډېر فشار راوړی دی.

 جمال د جنوبي کوریا په پلازمېنه سېول کې د «ښځو او سولې لپاره د اقدام» په نوم په اتم نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال، د بېوزلۍ، وچکالۍ او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه ویلي، چې بېرته راستنېدونکي د افغانستان د نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.

 نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د جګړې پای ته رسېدل د ټولو وګړو د امنیت او خوندیتوب د تأمین په معنا نه دي او پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه لا هم د اندېښنې وړ دي.

 هغه زیاته کړې چې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او له اوو هېوادونو، د چین، پاکستان او ایران په ګډون، سره ګډې پولې لرل د دغه هېواد ثبات له خپلو پولو هاخوا پر یوې مهمې موضوع بدل کړی او د افغانستان د ثبات د ساتلو لپاره د نړیوالو مرستو دوام اړین دی.

 

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button