د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وروستی راپور، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید د زیاتوالي په اړه خپور شوی، نامتوازن بللی او ویلي یې دي چې دغه راپور تر ډېره پر غیرمستقیمو شواهدو، په ځانګړي ډول سپوږمکۍ انځورونو، ولاړ دی چې بېلابېل تفسیرونه ترې کېدای شي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه باید د ګډې همکارۍ او د اسلامي امارت د هڅو د ملاتړ له لارې ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه زیات شوی دی.








