د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) د پاکستان د پوځي رژیم لخوا د پکتیا، پکتیکا او کونړ په ولایتونو کې د تېرې شپې د ترسره شویو هوایي بریدونو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
دې بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې بریدونو ملکي وګړو ته پراخ زیانونه اړولي او یو شمیر استوګنیز کورونه یې ویجاړ کړي او د پام وړ انساني تلفات یې اړولي دي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ له پاکستان څخه وغوښتل چې د دې پوځي عملیاتو سره تړلي قانوني اساسات، شرایط او د هدف ګرځولو پروتوکولونه په سمدستي او شفاف ډول تشریح کړي.
دې سازمان له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري حقونو سازمانونو څخه هم وغوښتل چې د دې پیښو په بشپړه توګه پلټنه او مستند کړي او د خپلواکو حقیقت موندنې ماموریتونو د جوړولو ملاتړ وکړي.
په راپور کې ټینګار شوی چې د ملکي وګړو د ژوند ساتنه یو پابند قانوني او اخلاقي مسؤلیت دی او د عدالت د تامین او د قربانیانو د کورنیو د ملاتړ لپاره باید اړین اقدامات وشي.








