افغانستان
په لوگر کې د یو کور څلور غړي وژل شوې دي
میرویس ابدالي، د لوګر والی ویاند، وايي چې تیر شپه نا پېژندل شوو کسانو د لوګر مرکز د حصارک ولسوالۍ په سیمه کې د یو کور څلور غړي ووژل.
دغه وایي، د وژل شوو کسانو په منځ کې یوه ښځه، یو ۶۰ کلن سړي (د کورنۍ پلار)، او دوه زامن ۲۳ او ۱۳ کلن شامل دي.
د لوګر امنیه قومانداني هم دغه پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې څو مشکوک کسان د دې قضیې په تړاو نیول شوي دي.








