افغانستان
په لغمان کې په یوه رکشه کې د ګازو سلنډر چاودنه؛ ۱۴ ملکي وګړي ټپیان شول
د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازی وايي چې پرون (جمعه) د ولایت مرکز مهترلام ښار په رحماني چوک کې د چاودنې له امله شاوخوا ۱۴ ملکي وګړي ټپیان شول.
د هغه په وینا، دا پېښه په یوه رکشه کې د ګازو سلنډر له چاودنې وروسته رامنځته شوه او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
#لغمان #مهترلام #چاودنه #ملکي وګړي #افغانستان #سفیر_ټی وی








