په ملګرو ملتونو کې د کاناډا ماموریت اعلان وکړ چې د افغانستان د ملګرو ډلې غونډه د دې هیواد په نوښت ترسره شوه.
د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې، یوناما او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت او همدارنګه په هیواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپورونه وړاندې کړل.
د دې غونډې موخه په افغانستان کې د اوسنیو پرمختګونو بیاکتنه او په بیلابیلو سکتورونو کې د ننګونو او اړتیاوو ارزونه ده.
#افغانستان #کاناډا #ملګري ملتونه #یوناما #سره صلیب #بشري حقونه








