نړۍ
د مدودف په بلنه د شمالي کوریا پلاوی مسکو ته ورسېد
د شمالي کوریا خبري اژانس راپور ورکړی چې جو یونګوون، د دغه هېواد د کارګر ګوند د مرکزي کمېټې منشي، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.
دغه سفر د روسیې د امنیت شورا د مرستیال دیمیتري مدودف په بلنه ترسره شوی دی.
تر اوسه په مسکو کې د دغه پلاوي د سفر د موخو او د خبرو اترو د مهمو موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.








