سیمه

آیزنکوت: د نتانیاهو د واک دوام د اسرائیلو ډیموکراسۍ ته سمدستي ګواښ دی

 ګادي آیزنکوت، د «یاشار» ګوند مشر او د اسرائیلو پارلمان (کنست) غړي، چې د دغه هېواد د ولسمشر له لوري د نوي حکومت د جوړولو دنده ورسپارل شوې، د اسرائیلو پر لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د هغه او د نږدې کسانو کړنې د دغه هېواد ډیموکراسۍ ته مستقیم او سمدستي ګواښ دی.

آیزنکوت ویلي، چې د نتانیاهو د سیاسي واک د ساتلو لپاره د اسرائیلو بنسټونه زیانمن شوي او په دې بهیر کې سره کرښې له پامه غورځول شوې دي. نوموړي ټینګار کړی چې نتانیاهو باید یوه دقیقه هم نور د حکومت په مشرۍ کې پاتې نه شي او اسرائیل باید د هغه د شتون له امله د ټاکنو نوې دورې ته کش نه شي.

نوموړي د «قطرګیټ» په نوم دوسیې ته په اشارې ویلي، چې د لومړي وزیر په دفتر کې له قطر سره د تړلو کسانو د اړیکو له افشا کېدو وروسته، د ټاکنو په بهیر کې د احتمالي لاسوهنې په اړه تازه تورونه راپورته شوي دي؛ په دې تورونو کې د شواهدو ځای پر ځای کول او د باوري پلټنې یا نیولو د حکم پرته د اسرائیلي عربو وګړو د نیولو لپاره د پولیسو کارول هم شامل دي.

 آیزنکوت په دې اړه د سمدستي څېړنو د پیل او د اسرائیلو د پولیسو او کورني امنیت سازمان (شاباک) له لوري د سپیناوي غوښتنه کړې ده. نوموړي همداراز ویلي، چې د ټاکنو په ورځ به د لومړي وزیر د دفتر او امنیتي ادارو د رول د څېړلو لپاره د پلټنې یو کمېسیون جوړ کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button